رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

نمایش پست‌ها از فوریه, ۲۰۲۱

سپوږمۍ ته د ختلو لپاره کوم چمتوالی باید نیول شوی وی؟

  د ځمکې پر مخ درې میلیارده کاله مخکې ژوند منځته راغلی. له نیکه مرغه په دغه پېړۍ کې له خاورو جوړ موجود (انسان) وکولی شول د لومړي ځل لپاره خپل پلرنی ټاټوبی (ځمکه) د یوه نا اشنا اسماني جسم د لیدو په تکل پرېږدي. مخکې له دې چې د 1969 کال په جولای کې لومړی فضامزلی سپوږمۍ ته ولیږل شي؛ باید ډېرې ستونزې او مسائل له مخکې حل شوې وی. د دې کار لپاره داسې روباتیک فضايي ماشینونو ته اړتیا وه تر څو وکولی شي د ځمکې له اتموسفیره بهر، په خلا کې هم حرکت وکړي او د فرمان اخیستلو ډاډه سیستم ولري. ځکه خو د سترو راکټونو موضوع را وړاندې شوه، هغه راکټونه چې ډېر تاوده ګازونه په ډېر سرعت شاته شړي او د عکس‌العملي قوې له وجهې یې راکټ مخته روانیږي. بله مهمه مسئله دا وه چې د هغه مهال متخصصین نه پوهیدل چې ایا انسان به وکولی شي په فضا کې په بې‌وزنۍ حالت کې ژوند وکړي؟ نو په دې مسئله د پوهیدو لپاره باید د سپوږمۍ سطحه څېړل شوې وی، تر څو ډاډه شوي وی چې د سپوږمۍ پر سطحې د فضايي بېړۍ را ښکته کېدل امکان لري. د شوروي اتحاد لخوا د لومړۍ فضايي‌بېړۍ (سپوتنیک 1 ) له بریالي پرتاب وروسته ډېر ژر، لومړني انسانان په فضايي بېړ...