د ځمکې پر مخ درې میلیارده کاله
مخکې ژوند منځته راغلی. له نیکه مرغه په دغه پېړۍ کې له خاورو جوړ موجود (انسان)
وکولی شول د لومړي ځل لپاره خپل پلرنی ټاټوبی (ځمکه) د یوه نا اشنا اسماني جسم د
لیدو په تکل پرېږدي. مخکې له دې چې د 1969 کال په جولای کې
لومړی فضامزلی سپوږمۍ ته ولیږل شي؛ باید ډېرې ستونزې او مسائل له مخکې حل شوې وی.
د دې کار لپاره داسې روباتیک فضايي ماشینونو ته اړتیا وه تر څو وکولی شي د ځمکې له
اتموسفیره بهر، په خلا کې هم حرکت وکړي او د فرمان اخیستلو ډاډه سیستم ولري. ځکه
خو د سترو راکټونو موضوع را وړاندې شوه، هغه راکټونه چې ډېر تاوده ګازونه په ډېر
سرعت شاته شړي او د عکسالعملي قوې له وجهې یې راکټ مخته روانیږي. بله مهمه مسئله
دا وه چې د هغه مهال متخصصین نه پوهیدل چې ایا انسان به وکولی شي په فضا کې په بېوزنۍ
حالت کې ژوند وکړي؟ نو په دې مسئله د پوهیدو لپاره باید د سپوږمۍ سطحه څېړل شوې
وی، تر څو ډاډه شوي وی چې د سپوږمۍ پر سطحې د فضايي بېړۍ را ښکته کېدل امکان لري.
د شوروي اتحاد لخوا د لومړۍ فضاييبېړۍ (سپوتنیک 1) له بریالي پرتاب وروسته ډېر ژر، لومړني انسانان په فضايي بېړیو کې پرلهپسې ساعتونه او ورځې د ځمکې شاوخوا تاویدل. ورپسې د امریکې جمینی او مرکوري پروګرامونو هم څرګنده کړه چې فضامزلي په فضا کې کولی شي بيوزني او سکون وزغمي. له 1959 کال راهیسي شوري اتحاد او امریکې، سپوږمۍ ته د فضاييبېړیو لیږل پیل کړل. د 1959 کال د سپتمبر په 12 د شوري اتحاد لومړۍ فضايي بېړۍ (لونیک 2) په ډېره چټکتیا د سپوږمۍ سطحې ته راکوزه شوه. درې اونۍ وروسته (لونیک 3) د سپوږمۍ له شاتنیو برخو چې لا انسانانو ته په بشپړ ډول ناپیژانده وه، انځورونه ځمکې ته را ولیږل. دغه انځورونه ډېر رڼه نه وو. په دې هکله امریکا هم د (رنجر) پنامه بریالي پروګرامونه تطبیق کړل. دغه ټولې فضايي بېړۍ په ډېر شدت د سپوږمۍ پر مخ لوېدلې. خو مخکې له لوېدلو یې زرګونه رڼه او صاف انځورونه ځمکې ته رالیږل. ځیني ځانګړې فضاييبېړۍ د سپوږمۍ د ټاکلي مدار شاوخوا څرخیدلې، دغه فضاييبېړیو متخصصینو ته د سپوږمۍ په هکله نسبتاً بشپړه نقشه ورکړه او د سپوږمۍ پر مخ یې هغه سیمې څرګندې کړې چې فضايي بېړۍ باید پرې راښکته شوې او ناستې وی. د شوروي اتحاد (لونا) او د امریکې (سرویر) فضايي بېړۍ بالاخره په کرارۍ د سپوږمۍ پر مخ ښکته شوې. په دې توګه دغه خبره واضیح شوله چې انسان هم کولی شي د سپوږمۍ پرمخ ښکته شي. د سپوږمۍ سطحې ته د ښکته کېدو په موخه د اپولوـ11 لومړنۍ الوتنې وکاریدلې. د دې کار لپاره «ساتورن 5»درې پړاویزه راکټونه چې اوږدوالی یې د منار په اندازه و، د اپولو-11 د لیږدولو لپاره آزمویل کیدل. له آزموینو وروسته د دغه تاریخي پدیدې د ترسره کیدو (سپوږمۍ ته د ختلو) لپاره هیڅ خنډ نشته و.
لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر
ژباړه: فهیم سپینغر

نظرات
ارسال یک نظر