له پخوا راهیسې ډېرو پوهانو د نړۍ
( د ځمکې شاوخوا فضاء) په هکله څېړنې کولې. دوی هڅه کوله ترڅو د نړۍ جوړښت بیان او
آسماني کتلې په سمه توګه اندازه او نقشه کړي. د نړۍ په باب ننۍ څېړنې د اوومې پېړۍ
له پیل څخه پیل شوي. ایټالیایی فزیکپوه او ستورپوه ګالیلئو ګالیله لومړنی عالم و
چې د تلسکوپ له لارې یې ستوري ولیدل او په دې توګه یې د مشتري سپوږمۍ او د سپوږمۍ
غرونه کشف کړل. له هغه وخته را پدېخوا تل ستر تلسکوپونه جوړ شوي او زموږ سترګې یې
د میلیونونو لرو پرتو ستورو د لیدو لپار را پرانیستې؛ البته د ځمکې لیدونکي دغه
ستوري یوازې د نوراني نقطو په توګه ویني. وروسته د پوهانو پام شو ترڅو د ستورو «نور»
تجزیه کړي او د نور له تجزیې څخه د ترلاسه شوو طیفونو په مرسته د ستورو د موادو،
تودوخې، حرکت او مقناطیسي میدانونو په باب اطلاعات راټول کړي.
د یوه واړه
تلسکوپ په مرسته کولی شو سلګونه زره ستوري ووینو. هر یو ستوری په لرې واټن کې
پروت یو لمر دی. زموږ څخه دومره لرې دی، چې د ضعیفه نوراني نقطې په توګه په آسمان
کې ښکاري.
تر ۱۹۲۳ کلونو پورې انسانانو یوازې د ستورو او سیارو د نور په باب څېړنې او سپړنې کولې او معدودې هڅې یې د هوايي بالُنونو په مرسته له فضاء څخه د ترلاسه شوو ذروي تشعشعاتو د کشف په باب کولې. له دغه کلونو را پدېخوا پوهانو له فضاء څخه د ترلاسه شوو رادیويي څپو څېړل هم پیل کړل. رادیویي څپې هغه څپې دي چې د نور په شان د ځمکې له اتمسفیره تېریږي او د ځمکې سطحې ته ځان رسوي. له کیهان څخه ډیرې خپرې شوې څپې د ځمکې په اتمسفیر کې جذبیږي او په دې توګه د ځمکې په سطحه جوړ شوو رصدخونو کې ستورپوهان په اطلاعاتي خلاء کې پاتې کیږي- د لرې کهکشانونو او ستورو اطلاعات ورته نه رسیږي.
فضائي سفرونو دغه خنډونه لري کړل.
بې شمېره سپوږمکۍ له کیهان څخه خپرې شوې رونتګن (ایکس) او فرابنفش شعاعوې څېړي.
ځینې نورې سپوږمکۍ د منځته راتلونکو لمرونو او لمریز سیستم ماتحتسرې شعاعوې
اندازه کوي. بې ستورمزلي فضائي ستوربېړۍ د مشتري سیارې د اتمسفیر په باب په څېړنو
لګیا ده د دې ترڅنګ د تر ټولو پرمختللي راداري تکنالوژۍ په مرسته د زهرې سیارې
اورغورځونه او د اورغورځونې غرونه کشفوي- تر دې دمه هیڅ انسان د زهرې سطحه نه ده
لیدلې. په ۱۹۶۹ کال کې ستورمزلو د سپوږمۍ پر سطحه ګام کېښود او له سطحې څخه یې
تیږې د نمونې په توګه راوړې. د دغه تیږو په څېړلو سره د لمریز نظام د تاریخ او عمر
په هکله مهمې پایلې ترلاسه شولې. ځانګړې سپوږمکۍ د نړۍ له پیدایښت څخه د لږ وروسته
زماني دوران د تشعشعاتو په هکله څېړنې کوي. ځینې نورې سپوږمکۍ د هغه ذرهيي
جریانونو په هکله څېړنې کوي، چې له لمر څخه راځي او یا د ستورو اړوند چاودنو له
وجهې خپریږي.
ستر تلسکوپونه له ستورپوهانو سره مرسته کوي، ترڅو د
کیهان تل ته نطر وکړي او هغه کهکشانونه وویني چې زموږ څخه میلیونونه نوري کلونه
لري دي.
حتی د لیدو وړ شعاعوې د ځمکې په
پرتله په فضاء کې په ښه توګه لیدلی شو. یعنې د ستورو او سیارو شعاعوې مخکې له دې
چې زموږ رصدخونو ته ورسیږي له یوې ډېرې کثیفې پردې څخه تیریږي. دغه کثیفه پرده د
ځمکې اتمسفیر دی. هابل فضايي تلسکوپ چې له ۱۹۹۰ کال څخه د ځمکې په شاوخوا مدار
تاویږي، دغه ستونزه تر یوه بریده حل کړه. د دغه تلسکوپ په مرسته ستورپوهان
وتوانیدل د لومړي ځل لپاره نوی پیدا کېدونکی سیارهي سیستم او د سترو تورو سوړو
چاپېر وویني او د نړۍ د لومړني پیل په هکله نوی لیدلوری پیدا کړي. له دې سره سره د
ځمکنیو رصدخونو په وسیله د ستورو رصد هم ډېر پرمختګ کړی. ستر رادیو تلسکوپونه او
تر ټولو پرمختللي بصري سیستمونه لاهم مهم رول لري. ستررادیو تلسکوپونه د رادیويي
څپو د تجزیې او ارزونې په اساس کار کوي. دغه وسایل او تجهیزات د خپل ځمکني تمځای
نواقص او عیبونه پخپله د نوې تکنالوژۍ په مرسته حل کوي. د دغه تسهیلاتو په کارولو
سره ستورپوهان کولی شي د اتمسفیر د ننه څپو توپیرونه تشخیص کړي او دوکه نشي. مخصوصا
د چيلي هېواد په غرونو کې تر ټولو ستر نصب شوی تلسکوپ چې څلور سترې هندارې لري
کولی شي د ستورپوهنې په برخه کې نوي مقیاسونه ترلاسه کړي.
دغه شان رصدخونې ډېري وخت په غرنیو سیمو کې جوړیږي. ستر
تلسکوپونه په ګنبد شکله خونو کې دننه پراته دي.
داسې رصدخونې هم شته چې د ځمکې په
تل کې جوړې دي. دغه رصدخونې د ډېرو وړو ذرو (نیوترینو) په باب څېړنې کوي. نیوترینو
د لمریزو چاودنو یا د ستورو اړوند چاودنو په پایله کې خپریږي. دغه ذرې په سُربي
دیوالونو او غرونو کې دننه کیږي او ترې تېرېږي. بنا په هغه ځای کې باید وڅېړل شي
چې نورې کیهاني څپې نشي ور دننه کېدلی. هغه فزیکپوهان چې په ذرهيي تعجیل ورکونکو
سیستم کې کار کوي، په غیرمستقیم توګه د کیهان په هکله څېړنې کوي. دوی کولی شي وښيي
چې څرنګه دغه ذرو د نړۍ له جوړیدو لږ وخت وروسته فرمانروايي کړې؛ او په دې توګه د
هغه ستورپوهانو سره مرسته وکړي چې د لومړنۍ چاودنې یا د نړۍ د زېږېدو په هکله
څېړنې کوي.




نظرات
ارسال یک نظر