رد شدن به محتوای اصلی

ستوري ولې ځلېږي؟


په یوه بې سپوږمیه او صافه شپه کې په غیرمسلح سترګو کولی شو ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ ستوري تشخیص کړو. که مشتري او زهره(ناهید) سیارې چې زموږ د لمریز نظام جز دي په پام کې ونه نیسو، پاتې ټول ستوري زموږ څخه لرې پراته لمرونه دي چې زموږ څخه د ډېرې فاصلې د لرلو په سبب د شپې آسمان کې د وړوکو نوراني نقطو په توګه برېښي. دا ټول ستوري په ډېر لوړ سرعت په فضاء کې په حرکت کې دي. له دې چې زموږ څخه یې واټن زښته ډېر زیات دی، نو زموږ عمر بسنه نه کوي تر څو د دوی د څپو سور لور ته لېږد ووینو. د شپې آسمان کې داسې برېښې چې ټاکلي ځلانده ستوري په یوه بل پورې اړوند دي او په آسمان کې بېلابېل شکلونه جوړوي. دغه شکلونه د آسماني شکلونو(انځورونو) په نامه یادیږي. داسې برېښې چې هغوی زرګونه کلونه کیږي چې بدلون یې نه دی کړی. دغه لرې پراته لمرونه د سیارو په پرتله ثوابت ګڼل کیږي. ځکه ډېري وخت داسې انګېرل کېدله چې دغه ستوري په آسمان کې میخ شوي او ثابت دي.
یوازې د یوه وړوکي دوربین او یا تلسکوپ په ذریعه کولی شو د شپې آسمان کې سل‌ګونه زره ستوري ووینو. ډېر شمېر دغه ستوري له لمر څخه زیاته ځلانده دي، اما شته داسې ستوري چې د لمر په نسبت کمه ځلا لري. ستوري هغه سرې ګازي ګلولې دي چې د زیاتې تودوخې د درلودلو له کبله پکې، هستوي (هستوي یووالی) تعاملات کیږي او انرژي تولیدوي. 
په دغه تعاملاتو کې وړې اتومي هستې خپله انرژي له لاسه ورکوي او د سترو اتومي هستو د جوړیدو په موخه په یوه بل کې مدغم کیږي. د میلیاردونو ستورو په شان زموږ په لمر کې هم همدا شان تعاملات په دایمي توګه کیږي. څلور، د واړه هایدروجن هستې د څو تعاملونو په پایله کې په یوه بل کې مدغم کیږي او د هیلیوم اتوم په هسته اوړي. باید وویل شي چې د نوې جوړې شوې هستې کتله د څلورو بېلابېلو هستو د کتلو په پرتله کمه ده. یعنې ددغه تعامل په ترڅ کې یو شمېر کتله له منځه ځي او په انرژي اوړي. په ستورو کې دغه له منځه تللې کتله یا تولید شوې انرژي د ستورو د ځلا لامل کیږي.

 

د لمر دننه د هایدروجن اتوم څلور هستې په یوه بل کې مدغم کیږي او د هیلوم اتوم یوه هسته جوړي. نوې تولید شوې هسته د څلورو هستو په پرتله کمه کتله لري. د کتلې دغه توپير په ستوري کې د انرژۍ د تولید لامل کیږي. 

هغه ستوري چې کتله یې ډېره ده ډېره کتله له لاسه ورکوي-ډېره انرژي تولیدوي او په پایله کې زموږ د لمر په پرتله ډېر ژر له منځه ځي. زموږ لمر که څه هم په یوه ثانیه کې ۵۶۴ ټنه هایدروجن سوزوي او په ۵۶۰ ټنه هیلوم یې اړوي، خو بیا هم له نن څخه میلیاردونه نور کلونه ژوند کولی شي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...