رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

نمایش پست‌ها از نوامبر, ۲۰۲۱

په فضاء کې واټنونه څنګه اندازه کېږي؟

  لمر کابو ۱۵۰ میلیون کیلومتره له ځمکې واټن لري. د لمر نور چې په ۳۰۰۰۰ کیلومتره پر ثانیه سرعت له لمر څخه بېلیږي، په ۸ دقیقو او ۱۷ ثانیو کې ځمکې ته رسیږي. په علمي ژبه وايي چې لمر ۸ دقیقې او ۱۷ ثانیې له ځمکې واټن لري. د لمریز نظام د بهرنيو مدارونو اړوند سیارې ۱۰ نوري ساعته قطر لري. ثوابت یا زموږ ګاونډ لمرونه څو نوري دقیقې یا څو نوري ساعتونه واټن نلري، بلکې زموږ څخه ډېر نوري کلونه واټن لري. یعنې د دوی نور کلونه وروسته تر موږ رسیږي. له ستورو څخه د خپور شوي نور له لارې موږ کولی شو د دوی واټن تشخیص کړو. موږ ته تر ټولو نږدې ګاونډی ثابت ستوری- پراکسیما سنتئوري، زموږ څخه ۴.۳ نوري کاله واټن لري. دغه واټن د کیلومتر په حساب ۴۰.۶۸ بیلیارد کیلومتره یا ۴۰۶۸۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ راځي. په اوسنۍ ټکنالوژۍ جوړه تر ټولو تیزه ستور‌بېړۍ، سپوږمۍ ته چې زموږ څخه ۴۰۰۰۰۰ کیلومتره واټن لري په څو ورځو کې رسیږي. د لمریز نظام بهرنۍ سیارې ته له لسو ډېرو کلونو کې رسیږو. خو پراکسیما سنتئوري ستوري ته په ۷۰۰۰۰ کلونو کې رسیږي. که بشر د ننیو ستوربېړیو په ۱۰۰‌برابره سرعت سره په فضا‌ء کې حرکت کولای شوی ، بیا یې هم ۷۰۰ کلونه نیول ...