لمر کابو ۱۵۰ میلیون کیلومتره له ځمکې واټن لري. د لمر نور چې په ۳۰۰۰۰ کیلومتره پر ثانیه سرعت له لمر څخه بېلیږي، په ۸ دقیقو او ۱۷ ثانیو کې ځمکې ته رسیږي. په علمي ژبه وايي چې لمر ۸ دقیقې او ۱۷ ثانیې له ځمکې واټن لري. د لمریز نظام د بهرنيو مدارونو اړوند سیارې ۱۰ نوري ساعته قطر لري. ثوابت یا زموږ ګاونډ لمرونه څو نوري دقیقې یا څو نوري ساعتونه واټن نلري، بلکې زموږ څخه ډېر نوري کلونه واټن لري. یعنې د دوی نور کلونه وروسته تر موږ رسیږي. له ستورو څخه د خپور شوي نور له لارې موږ کولی شو د دوی واټن تشخیص کړو.
موږ ته تر ټولو نږدې ګاونډی ثابت
ستوری- پراکسیما سنتئوري، زموږ څخه ۴.۳ نوري کاله واټن لري. دغه واټن د کیلومتر په
حساب ۴۰.۶۸ بیلیارد کیلومتره یا ۴۰۶۸۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ راځي. په اوسنۍ ټکنالوژۍ جوړه تر
ټولو تیزه ستوربېړۍ، سپوږمۍ ته چې زموږ څخه ۴۰۰۰۰۰ کیلومتره واټن لري په څو ورځو
کې رسیږي. د لمریز نظام بهرنۍ سیارې ته له لسو ډېرو کلونو کې رسیږو. خو پراکسیما
سنتئوري ستوري ته په ۷۰۰۰۰ کلونو کې رسیږي. که بشر د ننیو ستوربېړیو په ۱۰۰برابره
سرعت سره په فضاء کې حرکت کولای شوی،
بیا یې هم ۷۰۰ کلونه نیول تر څو زموږ نږدې ګاونډي ستوري پراکسیما سنتئوري ته
ورسیږي.
که یوه ستره ستوربېړۍ وتوانیږي چې له اوسنیو ستوربېړیو سل ځله تیز حرکت وکړي، بیا هم پېړۍ نیسي تر څو زموږ نږدې ګاونډي ثابت ستوري ته ورسیږي.
په دې حساب د ستورمزلو ډېر نسلونه
باید په یوه ستره ستوربېړۍ کې زېږېدلي وی، ژوند یې کړی وی او مړه شوي وی تر څو
ستوربېړۍ، د لومړي نسل د لمسیانو، لمسیانو، لمسیانو لخوا یې په ۲۷۲۱ کال کې تر
مقصده (پراکسیما سنتئوري) پورې رسېدلې وی. دغه مثال، د انسان له لورې په فضاء کې
فضايي سفر چې په علمي محافلو کې په ډېر غرور یادیږي، په حقیقت کې د ښار دننه مليبسونو
کې له یوه ځای څخه بل ځای ته تګ ته ورته کوي؛ ځکه بشر تر اوسه پورې تقریبا یوه
نوري ثانیه یا ۴۰۰۰۰ کیلومتره پورې- تر سپوږمۍ پورې سفر کړی او دا نړۍ میلیاردونه
نوري کاله پراختیا لري. د اوسنیو تکنالوژیو او فني پوهې په نظر کې نیولو سره موږ
لاهم له (انترپرایز) فضايي ستوربېړۍ څخه ډېر واټن لرو.
که څه هم دغه لرې مزلونه د اوسني
انسان له لورې نشي کېدلی، خو تلسکوپونه او فضايي بې ستورمزلي ستوربېړۍ له برکته
کولی شو ددغه لرې پرتو ستورو او کهکشانونو په باب پوهه او معلومات ترلاسه کړو.

نظرات
ارسال یک نظر