رد شدن به محتوای اصلی

ستوري څنګه منځته راځي؟

 

ستوري محدود ذخیره شوي سون‌توکي لري او په دې توګه نشي کولی د تل لپاره نوراني پاتې شي. زموږ د لمر په شمول ټول ستوري یو مهال منځته راغلي او د سون‌توکو په خلاصېدو سره باید یو وخت خاموش شي. همدا نن هم ډېر شمېر ستوري په سترو غباري او ګازي سحابي‌ګانو کې منځته راغلي.  

د ستورو د پیدايښت په سیمه کې- ستره کیهاني ګازي ورېځ چې له شته موادو یې زرګونه لمرونه جوړېدلی شي، په انقباض پیل کوي. دغه وریځ وروسته له یوه وخته په وړو برخو تجزیه کیږي. په دغه تجزیه شوو ورېځو کې داسې تراکمونه جوړیږي چې په پيل کې سړې ګازي ګلولې/کُرې وي. سوکه سوکه تر پخوا منقبض کیږي او د انقباض په ترڅ کې تدریجاً تودیږي او تودیږي.  

د ستورو د پیدایښت دغه سیمه د هابل فضايي تلسکوپ په ذریعه اخېستل شوې. هغه انځورونه چې په فضا‌ء کې د فضايي تلسکوپونو په مرسته له فضايي پدیدو اخیستل کیږي تر ګردو هغو دقیق او ښه عکسونه دي چې په ځمکنیو رصدخونو کې اخیستل کیږي.


له هر یوه دغه تراکمونو څخه کېدی شي یو ستوری یا یو بشپړ لمریز نظام جوړ شي. دغه ګازي ګلولې/کُرې تر پخوا وړې او متراکم کیږي، دا ځکه چې موجود مواد یې یو بل جذبوي. ددغه نوي جوړېدونکي لمر شاوخوا مواد چې هغه ته «ستوري ته ورته» هم وايي، سوکه سوکه په سطحه باندې یې راتویېږي. نوی زېږېدلی ستوری چې په لومړيو کې مدار ته ورته، پیکه او تور پوښ یې په شاوخوا پورې و، سوکه سوکه تودیږي او د نور په خپرولو پیل کوي. بالاخره د مرکز تودوخه یې څو میلیون درجو ته پورته کیږي او داخلي فشار یې لوړیږي. په دغه شرایطو کې هستوي تعاملات(هستوي یووالی) پیلیږي او په ترڅ کې یې له حده زیاته انرژي خپریږي. په دې حالت کې نو د ستوري په هسته کې اتومي بټۍ روښانه شوله، ځوان ستوري تقریبا د انرژۍ نه خلاصېدونکې سرچینه ترلاسه کړې، چې د میلیاردونو کلونو لپاره یې ژوند تضمینولی شي. 

د ورېځو په دا شان ګازي ټولګه کې نن هم نوي لمرونه او لمریز نظامونه منځته راغلي. دغه انځور په امریکا متحده ايالاتو کې د یوه ثابت تلسکوپ په ذریعه چې په ځمکنۍ رصدخونه کې نصب دی اخیستل شوي. 

نن د سیارو د جوړېدو څرنګوالی هم کولی شو توجیه او توضح کړو. ډېر ستوري ته ورته پر خپل شاوخوا تاویږي. د انقباض پر مهال دغه تاوېدل لا هم تېزېږي، بیخې داسې لکه اتڼ‌چي چې اتڼ کوي. اتڼ‌چي چې هرڅومره خپل لاسونه په خپل بدن کې غونج ونیسي او ځان منقبض کړي په هماغه اندازه د اتڼ پر مهال تیز تاویږي. دغه ګازي ګلولې د زیاتېدونکي چرخشي حرکت په پایله کې د یوې صفحې په توګه را څرګندیږي. د دې صفحې په منځ کې یو ستر تراکم منځته راځي، یعنې په مرکز کې یې یوه ثابت، ځلانده او نوراني ستوري جوړیږي. د صفحې له مرکز لرې برخو څخه‌ سیارې جوړېږي.

زموږ لمریز نظام هم شاید په همدې توګه منځته راغلی وي. د ننیو نویو تلسکوپونو او سپوږمکیو په مرسته د ځوان ستوري شاوخوا د سترو صفحو لېدل ممکن شوي. دا هغه صفحې دي چې وروسته ترې سیارې او سپوږمۍ جوړیږي.



نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...