په فزیک کې د یوه شي حرکت د سرعت،
تعجیل، د ځای بدلون او واټن وهلو په مرسته تعریفیږي. سرعت یو وکتوري کمیت دی، سرعت
یوازې د یوه روان جسم تیزي نه بیانوي بلکې د حرکت جهت یې هم ښيي. که سرعت نظر وخت
ته د کششي یا فشاري قوې په مرسته بدلون وکړي تعجیل ګڼل کیږي. د نیوټن د حرکت
قوانین د ټولو هغه متحرک جسمونو د قوې او تعجیل ترمنځ اړیکه بیانوي چې سرعت یې د
نور له سرعته کم وي. لکه د موټر او الوتکې سرعت. مومنتم د یوه روان جسم د سرعت او
کتلې د ضرب حاصل دی. که دوه جسمونه ټکر وکړي، له ټکر مخکې او له ټکر وروسته عمومي
مومنتم عین شی دی، مشروط په دې چې بهرنی عامل موجود نه وي. د یوه جسم حرکي انرژي د
جسم د کتلې نیمايي او د سرعت د مربعې ضرب یې دی. دغه کمیت د هغه کار اندازه ښيي چې
په جسم ترسره شوی، هغه ته یې تعجیل ورکړی، له ولاړ حالته ایستلی او اوسني سرعت ته
یې رسولی.
نظرات
ارسال یک نظر