عنصر هغه تر ټولو ساده مواد دي چې
د ځمکې پر مخ پیدا کیږي. عنصر له ځانګړو اتومونو جوړ دی او د هر اتوم په هسته کې یې د پروتونونو شمېر (اتومي نمبر)
مساوي دي. هره هسته منفي چارج لرونکو الکترونونو پوښلې، چې معمولاً د هستې مثبت
چارج خنثی کوي او په دې توګه د اتوم عمومي چارج خنثی کیږي. هر عنصر ستندرد کیمیاوي
سمبول لري، مثلاً د هایدروجن لپاره (H) او د وسپنې لپاره (Fe) سمبول
کاریږي. هایدروجن تر ټولو سپک عنصر دی چې یوازې یو پروتون او یو الکترون لري. د
یورانیم اتومي نمبر 92 دی. له یورانیم درانه عناصر ټول غیر ثابت دي
او په ډېر چټکتیا په رادیواکتیف ډول تجزیه کیږي. د عناصرو دورهيي جدول بیلابېل
ردیفونه لري چې د عناصرو تکرارېدونکې ځانګړنې ښيي. د عناصرو دورهيي جدول کې اتومي
نمبر له کیڼ لوري، ښي لور ته زیاتیږي. د هر ردیف عناصر ورته کیمیاوي ځانګړنې لري.
مثلاً هیلیوم او ارګون چې ښي لور ته په وروستي ردیف کې پراته دي، د نجیبه ګازونو
له ډلې دي. د دغه ردیف ټول عناصرو په آسانۍ له نورو عناصرو سره تعامل نه کوي. دا
ځکه چې د دغه عناصرو د بهرني مدار الکتروني جوړښت یو شان دی. د بهرني مدار
الکتروني جوړښت د عناصرو کیمیاوي ځانګړنه کې ژور اغیز لري.
نظرات
ارسال یک نظر