په ځمکه کې شته فوسیلي سونتوکو کې
نفت، سکاره او طبیعي ګاز راځي. فوسیلي سونتوکي ډېره انرژي لري. فوسیلي سون توکي د
بوټیو او حیوناتو د اجسادو له تجزیې څخه د میلیونونو کلونو په ترڅ کې د ځمکې لاندې
منځته راځي. له دې چې د دغه سونتوکه تولید ډېر وخت نیسي او د انسانانو له لورې یې
مصرف ډېر چټک دی، نو له دې امله یې بیا نه ترلاسه کېدونکې انرژي بولي. د نفتي سمڅو
د ذخیرو کمېدل د فسیلي سونتوکو د را ایستلو مصرف زیاتوي. نو ځکه له اقتصادي اړخه
ممکن په 2050 کال کې د نفتي سمڅو کېندل بې ګټې وي. فوسیلي
سون توکي د ژوندیو موجوداتو لکه حیواناتو، نباتاتو او سمندري موجوداتو د جسد له
تدریجي تجزیې څخه د میلیونونو کلونو په اوږدو کې منځته راغلي. فوسیلي سونتوکي د
ځمکې په ژورو برخو کې تولیدیږي. دغه مرکب مواد له خټو سره یو ځای د ځمکې متراکمو
برخو کې کښینې ترڅو د ځمکې د ننه فشار او تودوخه یې د کیمیاوي تعاملاتو له لارې په
مایع او ګاز هایدروکاربني مالیکولونو واړوي. فوسیلي سونتوکي په نړۍ کې د انرژۍ
اصلي سرچینه ګڼل کیږي. هر کال میلیاردونه ټنه کاربن دای اوکساید د ځمکې اتموسفیر
ته خپریږي.
نظرات
ارسال یک نظر