ځمکه کابو 4.56 میلیارد
کاله پخوا جوړه شوې ده. دا هغه مهال و چې د لمر شاوخوا ګرد تاوېدونکي ګاز او دوړو
څخه ورو ورو کلکه ماده جوړه شوه. ځوانه ځمکه دومره توده وه چې ان خپل نني فلزات یې
ذوب کړي او په خپل هسته کې ساتلي وو. په دې توګه یې هسته او د هستې پوښ جوړ کړ.
داسې انګیرل کیږي چې 4.53 میلیارده کاله پخوا د مریخ په اندازه یو جسم
له ځمکې سره ټکر وکړ او د دغه ټکر له امله سپوږمۍ منځته راغلې. د ځمکې تاریخ په
څلورو دورو ویشل شوی. دغه ویش له ژوند مخکې(هادین) دورې څخه چې 3.8 میلیارد کاله پخوا پای ته رسېدلې، پیلیږي. د ژوندمخکې دورې په
پای کې ځمکې د اسماني اجسامو له لورې څو څو ځله بمبارد شوې. له اوبو جوړ لکۍلرونکو
د ځمکې سره د ټکر په پایله کې د ځمکې پرمخ نني سمندرونه جوړ کړل. پر ځمکه د
وروستیو آسماني بمباردونو وروسته، ژوند راڅرګند شو. لومړنیو بوټیو په فوتوسنتز پیل
وکړ. درې میلیارده کاله پخوا د ځمکې اتموسفیر د اوکسجن له درکه غني شو. په
فانروزوئیک (ژوندمنځته راتلو) دوره کې چې د ځمکې 542 میلیونه
وروستي کلونه په بر کې لري لوېې وچې(قارې) په تدریجي ډول له یوه بل سره یوځای شوې
او یوه ستره لویه وچه (پانګهآ) یې منځته جوړه کړه. پانګهآ وروسته په څو برخو وویشل
شوله او ننۍ لویې وچې یې جوړې کړې.
نظرات
ارسال یک نظر