تنفسي سیستم دنده لري ترڅو د وینې
په مرسته ټول بدن ته اوکسیجن ورسوي. کله چې د ټټر لاندې عضلې منقبض شي، هوا سږیو
ته ننوځي. کله چې خپل نارمل حالت ته راځي هوا بېرته له سږیو بهر باسي. هوا د خولې او
پوزې له لارې بدن ته ننوځي، له حنجرې تیریږي او وچې مرۍ ته ننوځي. وچه مرۍ تر ټټر
لاندې په دوو وړو برخو ویشل کیږي چې برانشي ورته وایي. په سږیو کې برانشي بیا په
ډېرو وړو وړو برخو ویشل کیږي. د برانشي دغه ډېرې وړې برخې له هوايي پوقانو سره
نښتي دي. هوايي پوقانې د ډېرو وړو رګونو په مرسته پوښل شوي. اوکسیجن د هوايي
پوقانې په شاوخوا رګونو کې جذبیږي او له دې لارې سترو رګونو ته ننوځي. په دې لړ کې
په وړو رګونو کې چې کومه وینه پرته ده، له کاربندای اوکساید ډکه ده، دغه رګونه
کاربن دایاکساید بېرته هوايي پوقانې ته ورکوي. تر څو د سا ایستلو له لارې
چاپیریال ته ووځي. کله چې تنفس کوو (78%) هوا له نایتروجن او (21%) یې له
اوکسیجن جوړه ده. خو کله چې له سږیو هوا بېرته وباسو، (78%) نایتروجن،
(16) اوکسیجن او (4) کاربندای
اوکساید لري. نو ویلی شو چې د تنفس په پایله کې بدن یوازې د اوکسیجن جذب او د
کاربندای اوکساید دفع کوي.
نظرات
ارسال یک نظر