سیارهيي ماموریتونه یا د لمریز
نظام سیارو ته فضايي سفرونه په 1959 کال کې پیل شول؛ دقیقاً هغه مهال کله چې شوروي
اتحاد (لونا-2 )
څېړونکې په بریالیتوب د سپوږمۍ پر مخ ښکته کړه. د شوروي اتحاد بله څېړونکې بېړۍ
یعنې ورنا-7 لومړۍ څېړونکې بېړۍ وه چې د زهرې سیارې سطحې
ته ښکته شوه په دې توګه په 1970 کال کې یې د لومړي ځل لپاره له یوې
سیارې(زهرې) څخه ځمکې ته معلومات را ولیږل. مارینر9 فضايي بېړۍ،
لومړی بېړۍ وه چې د ناسا له لورې مریخ ته واستول شوه، په دې توګه په 1971 کال کې د لومړي ځل لپاره د سیارې مدار ته یوه فضايي بېړۍ ولیږل
شوه. بېلابېلو رباتیکو ماموریتونو د لمریز نظام له نورو اجسامو بېلګې ترلاسه کړي
او د زیاتو څېړنو لپاره یې ځمکې ته راوړي. د 1970 او 1976 کلونو ترمنځ شوروي اتحاد د درېیو ماموریتونو په پایله کې د سپوږمۍ
د خاورې بېلګه ځمکې ته راوړه. د بېلګو ترلاسه کولو نور ماموریتونه هم ترسره شوي،
مثلاً د ناسا (ستارډسټ) ماموریت، چې په 2006 کال کې یې د
یوه لکۍلرونکي د ګرد و غبار بېلګه ځمکې ته راوړه. د دې ترڅنګ د جاپان هېواد د 2010 کال هایابوسا ماموریت و چې د یوې سیارګوټې بېلګه یې ځمکې ته
راوړه. د شلمې پېړۍ په پای کې د مریخ سیارې اړوند ډېري ماموریتونه ناکام شول، خو
په دې مورد په تېره لسیزه کې ډېر زیات پرمختګ شوی. د ناسا (سپریټ) او (اپورچونیټي)
مریخمزلي رباتونه له شپږ کال څخه ډېر د مریخ په سطحه کار کړی. د یادونې ده چې د
سپیس ایکس په نامه یو خصوصي شرکت هم د مریخ ماموریت پروژې پرمخ وړي.

نظرات
ارسال یک نظر