د خوړو شبکه یا لړۍ د ژوندیو
موجوداتو ترمنځ د تغذیې اړیکه ښيي. د خوړو شبکه خطي لړۍ ده، مثلاً شاهین مار خوري،
مار څونګښه خوري او څونګښه مچ خوري. د خوړو شبکه کله تر دې هم پېچلی تصویر لري. د
خوړو شبکه کې د ځای له اړخه ژوندي موجودات په دریو اصلي ډلو ویشل شوي: تولیدونکي،
مصرفونکي او طفیلي(ګنډخوړونکي). په تولیدونکو کې بوټي او نباتات راځي ځکه خپل
خواړه د ساده مواده او لمر څخه ترلاسه کوي. مصرفونکي نور ژوندي موجودات خوري. مصرفوونکي
هم بوټي خوري (چې لومړي مصرفوونکي) ګڼل کیږي او هم غوښه خوري (چې دویم مصروفوونکي)
ورته وايي. ګنډخوړونکي یا تجزیه کوونکي هم د نورو موجوداتو له اجسادو، پاتو شونو
او فضولاتو خپل خواړه برابروي. هغه موجودات چې لومړي مصرفونکي خوري، دویم مصرفونکي
نومیږي. هغه مصرفونکي چې دویم مصرفونکي خوري، درېیم مصرفونکي نومیږي او په همدې
توګه تر اخره... ګندخوړونکي لکه چینجي یا قارچ چې د جسد پرمخ وده کوي، د حیواناتو
له بدن څخه ځان مړوي او هغه په ساده کیمیاوي موادو تجزیه کوي.
نظرات
ارسال یک نظر