د کاربن دوران هغه مسیر ښيي چې
کاربن یې د عضوي مرکباتو د اساسي برخې په توګه په بیلابېلو ترکیبونو کې په ځمکه،
سمندر، او اتموسفیر کې وهي. بوټي کاربن دای اوکساید د فوتوسنتیز عملیې په ترڅ کې
جذبوي او د مړینې او تجزیې وروسته یې بېرته خوشي کوي. د بوټي خښول د میلیونونو
کلونو په اوږدو کې باعث کیږي چې دغه بوټي په فوسیلي سونتوکو واوړي. د سا ایستلو
پر مهال حیوانات کاربن دای اوکساید محیط ته شړي. عین کار د فوسیلي سونتوکو د سولو
پرمهال هم په ډېر سرعت کیږي. دغه ګاز په اوبو کې حل کیږي سمندر او سیندونه یې
جذبوي؛ مرجان او حلزون غوندي سمندري حیوانات یې په کلسیم کاربونیت اړوي چې له
مړینې وروسته یې د سمندرونو په تل کې راغونډیږي.
د طبیعت بل مهم دوران د اوبو دوران
دی. په دغه دوران کې توده هوا باعث کیږي ترڅو د سمندر اوبه تبخیر شي. بخار له
متراکم کېدو او متکاثف کېدو وروسته په وریځ اوړي، ورپسې بیا د باران او واورې په
توګه ځمکې باندې وریږي. د باران او واورې اوبه په غرونو کې ذخیره کیږي او بیا په
سیندونو کې بهیږي بېرته سمندر ته رسیږي. د نایتروجن په دوران کې دغه عنصر په بوټیو
کې د غذايي موادو په توګه ذخیره کیږي. د خاورې باکتریاوې د نایتروجن ترکیب تجزیه
کوي او بېرته یې اتموسفیر ته د ګاز په توګه شړي.
نظرات
ارسال یک نظر