کیمیاوي عناصر کېدی شي دوه یا څو
ایزوتوپونه ولري. ایزوتوپ د یوه عنصر د هستې دننه نیوترونونو شمېر ته اشاره کوي.
مثلاً کاربن تل په خپله هسته کې شپږ پروتونونه لري، خو درې بېلابېل نیوترونونه
(شپږ، اوه او اته نیوترونونه) لري. د نیوترونونو دغه تفاوت په حقیقت کې د کاربن
ایزوتوپونه دي. دغه ایزوتوپونه معمولاً په کاربن۱۲، کاربن۱۳ یا کاربن۱۴ توګه لیکل
کیږي.
له کیمیاوي نظره د عنصر بیلابیل
ایزوتوپونه معمولاً یوه بل ته ورته دي. ځکه د یوه عنصر کیمیاوي ځانګړنې د بهرني
مدار الکترونونو له مخې ټاکل کیږي. خو د ایزوتوپونه تفاوت په بېلابېلو سرعتونو سره
د هستهای تجزیې لامل کیږي. مثلاً په ځمکه کې تر ګردو زیات کاربن، کاربن۱۲ ایزوتوپ
دی. کاربن۱۲ ثابت دی. خو کاربن۱۴ بیا رادیواکتیف دی او نیمايي عمر یې ۵۷۰۰ کاله دی.
د کاربن۱۴ دغه ځانګړنه د رادیوکاربني تاریخ ثبتولو اساس ګڼل کیږي. مثلاً په یوه
ژوندۍ وڼه کې د ژوند طبیعي غبرګونونو له وجهې د کاربن۱۲ او کاربن۱۴ مقدار تل مشخص
وي. خو کله چې وڼه مړه شي د کاربن۱۴ مقدار د کاربن۱۲ په پرتله کمیږي. یعنې په دې
صورت کې کاربن۱۴ د رادیواکتیویتي له امله په کاربن۱۲ اوړي. په دې اساس هغه لرګی چې
د کاربن۱۴ اندازه یې د اصلي حالت په پرتله نیمايي ده، کابو ۵۷۰۰ کاله یې له مړینې
تېر دي.
نظرات
ارسال یک نظر