په بیوتکنالوژۍ علم کې فارمینګ
اصطلاح له دوو برخو-درمل جوړولو او کرلو (pharming: pharmaceutical and farming) څخه جوړه شوې ده. د بوټیو او حیواناتو انجنیري د دې لپاره کیږي
ترڅو ګټور درمل او کیمیاوي مواد ترې جوړ کړي. مثلاً کولی شو بوټي د جنیتیکي اړخه
مهندسي کړو؛ ترڅو یې زړي په کافي اندازه انتيباډي او په ځانګړي توګه د انسان د
بدن لپاره اړین هغه پروټین ترلاسه کړي؛ چې د سرطان، زیړي او ملاریا په وړاندې
مقاومت وکړي. ډیري بزې سوداګریزو-درملیزو موخو لپاره په جنیتیکي توګه
انجنیري/اصلاح شوي. له دوی د (آترین) درمل په جوړولو کې چې د وینې د خطرناک غوټه
کېدو مخنیوی کوي، ګټه اخلي. د دغه درمل فعاله پروټین د بزې د شیدو له تصفیې څخه
ترلاسه کیږي. ډېري هغه بوټي چې د درمل د تولید لپاره په جنیتکي توګه اصلاح شوي؛ لا
هم تر څېړنې لاندې دي. له دې لارې منځته راغلی درمل په زیاته پیمانه نه دي تولید
شوي او د اقتصادي موخو لپاره نه دي کاریدلي. که څه هم د دغه علم پلویان وايي چې
جنیتیکي اصلاح د مهمو واکسینونو کاملاً خوندي او ارزانه لاره ده. خو منتقدین یې
بیا وايي له دې چې په دغه طریقه ترلاسه شوی درمل، له طبیعي بوټو ترلاسه شوی دی، نو
حتمن د چاپیریال ککړتیا او د خوړو زنځیر متاثره کړي. دا شدیداً د اندېښنې وړ ده.
نظرات
ارسال یک نظر