کاربوهایدریت هغه عضوي مرکبات دي
چې له کاربن، هایدروجن او اوکسیجن اتومونو جوړ دي. د خوړو له اړخه کاربوهایدریت
هغه خوراکي توکي دي چې بوره ولري لکه شکلات، یا نشایسته لرونکي خواړه لکه مکروني،
کچالو او وریجي. تر ټولو اساسي/لومړني کاربوهایدریت بوره یا مونوسَکَرایدونه دي. د
مونوسَکَراید یوه بېلګه فَرَکتوز (C6H12O11) دی چې د (DNA) جنیتیکي
مالیکولونو بنسټیزه او اصلي ستنه ده. مونوسَکَرایدونه په ځانګړي ډول ګلوکوز د
میتابولیزم اصلي سونتوکي دي. د ګلوکوز کیمیاوي فورمول فرکتوز ته ورته دی، خو مالیکولي
شکل یې متفاوت (کړۍ ډوله) دی. نسبتاً ستر کاربوهایدریتونه لکه ديسَکَراید سَکَروز
(C12H22O11) یا هماغه بوره چې موږ یې خورو، له فَرکتوز
او ګلوکوز جوړه شوې. د کاربوهایدریتونو تر ګردو پېچلی ډول پوليسَکَرایدونه دي. د
پوليسَکَراید یوه بېلګه نشایسته ده چې له زرګونه واحد ګلوکوز څخه جوړه ده. بوټي
خپل ګلوکوز د نشایستې په توګه ساتي. ډيري حیوانات خپل ګلوکوز د ګلایکوجن په توګه
ذخیره کوي. ګلایکوجن هغه مالیکول دی چې هسته یې له پروټین جوړه ده، خو شاوخوا یې
ډېرو ګلکوزونو چاپیره کړې.
نظرات
ارسال یک نظر