د نیوټن حرکت نظریه د لومړي ځل
لپاره په 1687 کال کې خپره شوله. دغه نظریه پر یوه جسم
وارده قوه او د یادې قوې له امله منځته راغلی حرکت څېړي. د نیوټن لومړی قانون وایي
یو روان جسم تر هغه خپل حرکت ته دوام ورکوي تر څو چې کومه قوه نه وي پرې وارده
شوې. په حقیقت کې د قوې نه موجودیت د صفر تعجیل معنی ورکوي. د نیوټن دویم قانون
وايي (F) قوه یوه جسم ته په (a) اندازه تعجیل ورکوي چې دغه تعجیل د یاد جسم
له کتلې سره معکوس نسبت لري (F=ma). د نیوټن درېیم قانون وايي که یو جسم په
یوه بل جسم قوه وارده کړي، دویم جسم هم په عین اندازه خو په مخالف جهت قوه په
لومړي جسم واردوي؛ دغه قانون ته د (عمل او عکسالعمل) قانون وايي. په همدې دلیل ده
چې کله په کښتۍ کې په پارو اوبه شاته ټيله کوو، کښتۍ مخته ځي. نیوټن وښودله چې دغه
قوانین د نیوټن جاذبې قانون سره یوځای په بشپړ او دقیق ډول د لمر پر شاوخوا د
سیارو دقیق حرکتونه تشریح کوي. د نیوټن قوانین د هغه اجسامو لپاره چې د نور په
سرعت حرکت کوي یا ستره جاذبوي ساحه کې پراته وي، ځواب ویونکي نه دي. په دې حالت کې
باید د نسبیت نظریه وکارول شي.
نظرات
ارسال یک نظر