د زړه ناروغي د بدن هغه اختلال دی
چې قلب او د وینې رګونه اغیزمنوي. مثلاً د درېدو (سکتې) سبب کږي. په نړۍ کې د
مړینې تر ګردو عمده لامل دغه ناروغي ده. په زړه هغه مهال حمله راځي چې لخته شوې
وینه د زړه رګونه بند کړي. په دې توګه زړه ټوله یا لږ وارد شوې وینه له لاسه ورکوي
او په نهایت د وینې د نه رسیدو له امله د زړه حجرات مري. که دغه لخته شوې وینه ژر
لرې نشي یا د لخته شوې وینې د لرې کېدو لپاره طبي مرسته ونشي انسان مري. مغزي سکته
هغه مهال پېښیږي چې مغز ته د اړتیا وړ وینه ونهرسیږي او په دې توګه یې حجرې مړې
کیږي. ډیرې سکتې ایسکمي دي، یعنې هغه ډول سکتې دي چې لخته شوې وینه د تازه وینې د
ننوتلو مخه نیسي. خو په هموراژیک دوله مغزي سکته کې مغز د رګ په څېرېدلو سره کرار
کرار ضعیفیږي او له منځه ځي. د زړه د ناروغیو د مخنیوي تر ټولو غوره لار د غوړو
خوړو نه خوړل دي. په دې توګه واړه رګونه نه بندیږي. د وینې لوړ فشار او لوړ
کلسترول، د دخانیاتو کارول او کم بدني فعالیت په دغه ناروغۍ د اختهکېدو چانس
ډېروي.
نظرات
ارسال یک نظر