پروټینونه ستر او پېچلي مالیکولونه
دي چې په ژوندیو حجراتو کې حیاتي نقش لري. پروټینونه له سلګونو او زرګونو مشابه
مالیکولونو چې امینواسید بلل کیږي؛ جوړ دي. ځینې یې ډېر اړین امینواسیدونه دي لکه
فنیلالانین چې زموږ په بدن کې نه جوړیږي او بدن یې باید د خوراکي رژیم له لارې
ترلاسه کړي. ځیني پروټینونه د انټيباډي کار کوي، ناپېژانده ذرې او ویروسونه له
منځه وړي او په دې توګه د ناروغۍ مخنیوی کوي. ځینې پروټینونه آخذې او انزایمونه
لري، د حجرې دننه د سلګونو کیمیاوي تعاملونو په ترسره کولو کې مرسته کوي او د (DNA) جنیتیکي کودونو
له لوستلو وروسته نوي پروټینونه تولیدوي. په بوټو او حیواناتو کې ټول پروټینونه د 20 اصلي امینو اسیدونو له بېلابېلو سلسلهيي ترکیبونو جوړ دي. د
پروټینونو لومړۍ تکرارېدونکې لړۍ ته لومړنی جوړښت وايي. کله چې حجره نوی پروټین
تولیدوي؛ د امینواسید خطي لړۍ جوړوي چې له جوړیدو مخکې د درېبعدي شکل په توګه د
دویم جوړښت شاوخوا چاپیروي.
نظرات
ارسال یک نظر