رد شدن به محتوای اصلی

سپوږمکۍ

 

سپوږمکۍ د ځمکې په مدار تاوېدونکې فضايي‌بېړۍ ته وايي. ځینې فضايي بېړۍ د نورو سیارو یا زموږ د سپوږمۍ شاوخوا مدار هم څرخیږي. همدا اوس د ځمکې په مدار زرګونه عملیاتي سپوږمکۍ تاویږي. دغه سپوږمکۍ د اړیکو ساتلو، لارموندلو او آب و هوا د وړاندوینې لپاره لیږل شوي. سپوږمکۍ د ځمکې په مدار په ثابت سرعت حرکت کوي. د دوی سرعت نه دومره ډېر دی چې د ځمکې له جاذبې وتښتي او نه دومره لږ دی چې د ځمکې جاذبه یې جذب کړي. ځینې سپوږمکۍ مثلاً د نظامي موخو لپاره کارېدونکې سپوږمکۍ د ځمکې سطحې ته نیږدې مدارونو باندې تاویږي دا ځکه ترڅو وکولی شي د ځمکې له سطحې دقیق معلومات ترلاسه کړي. بالمقابل ډېري سپوږمکۍ چې د اړیکو لپاره کاریږي د استوا له کرښې 35786 کیلومتره لوړې دي. په دغه ارتفاع کې پرتې سپوږمکۍ په څلورویشت ساعتونو کې د ځمکې شاوخوا خپل دوراني حرکت بشپړوي. که دقت وکړو ځمکه هم په څلورویشت ساعتونو کې پر خپل محور یو دور وهي. بناً د اړیکو لپاره کارېدونکي سپوږمکۍ د ځمکني لیدونکي له نظره په حقیقت کې په یوه ثابت نقطه ولاړې وي. یعنې د یوې ثابتې مخابراتي او ارتباطي نقطې حیثیت لري. په فضا کې بېلابېلو سپوږمکیو ته په کتو ویلی شو چې زموږ له پاسه زرګونه تڼه توکي تاویږي. ډېري دغه توکي فضايي‌ګند (Space Junk) دي. فضايي‌ګند یا نه کارېدونکي فضايي توکي د هغه راکټونو پاتې شوني دي چې سپوږمکۍ یې مدار ته رسولي. اوس کاریږي نه، ځمکې ته رالویږي نه، بس په مدار کې بې اړتیا څرخیږي. بشر اندېښنې لري چې ګواکې فضايي‌ګند به له عملیاتي سپوږمکیو سره ټکر وکړي.



نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...