د ځمکې بهرنۍ برخه د ځمکې پوښ
نومیږي. د ځمکې پر پوښ لویې وچې او سمندرونه پراته دي. د ځمکې پوښ ۳۵ تر ۷۰
کیلومتره ډبل دی. خو د سمندر لاندې بیا د ځمکې پوښ پينځه تر ۱۰ کیلومترو پورې دی.
د ځمکې پر پوښ سیلیکاتي تیږي، ګرانیت، او بازالت پرېمانه موندل کیږي. ورپسې د ځمکې
دویمه برخه ده چې له نرمو او ګرمو سیلیکاتونو جوړه شوې ده. د دغه برخې ډبلوالی
کابو ۲۹۰۰ کیلومتره دی. د دغه برخې د اجزا د حرکت له امله تکتونیکي صفحې حرکت کوي.
د ځمکې بهرنۍ هسته مذاب او له وسپنې ډکه ده. ننۍ جامد هسته یې هم له وسپنې او لږ
شمېر نیکل جوړه ده.
د ځمکې دننه تودوخه د هر یو
کیلومتر مخته تللو سره ۲۵ تر ۳۰ درجو د سانتيګراد پورې زیاتیږي. د ځمکې لاندې
ځینو سیمو تودوخه د ځمکې د جوړښت له مهاله تر اوسه پاتې ده؛ خو ډېره برخه یې د
غیرثابت رادیواکتیف عناصرو د تجزیې له امله تولیدیږي. پوهان د ځمکې لاندې ډېر ژور
جوړښتونه، د زلزلې له امله منځته راغلو څپو له تېریدو او تحلیل وروسته درک کوي.
نظرات
ارسال یک نظر