د توغندي د جوړولو او شړلو تخنیک
ډېرو فضايي چارو ته لکه د مصنوعي سپوږمکۍ، سیارهيي څېړونکو او د سپوږمۍ پرمخ د
ښکته کېدلو لاره پرانیستله. توغندي د عمل او عکسالعمل اصل پر اساس کار کوي. عمل
او عکسالعمل د نیوټن د حرکت درېیم قانون دی. کله چې د توغندي له لاندې برخې د اور
لمبه په تېزۍ بهر وځي، توغندی مخته ټېله کوي. توغندي ديري وخت جامد او مایع سونتوکي
کاروي. دویمه او سړه نړیواله جګړه کې د توغندیو د جوړولو او پراختیا فکر ډېر عام
شو. په دې توګه ډيري پوځي توغندي جوړ شول. وروسته بیا د فضايي سیالیو وخت راغی. د
آلمان هیواد V-2 توغندی چې د بالیستکي توغندي باندې وپېژندل
شو. V-2 لومړی شی و چې له مدار لاندې یې په فضاء کې حرکت وکړ. وروسته بیا
د شوروي اتحاد لومړۍ فضايي بېړۍ (سپوتنیک 1) په 1957 کال کې فضاء ته وشړل شوه. د انسان فضايي سفرونه بیا په 1961 کال کې د شوروي اتحاد لخوا پیل شول. د دې لپاره چې توغندی د ځمکې
له جاذبې وتښتي باید یو ټاکلی سرعت ولري، دغه سرعت ته د تېښتې سرعت(escape velocity) وايي. د ځمکې له سطحې د تېښتې اړین سرعت 11.2 کیلومتر پر
ثانیه دی. دغه سرعت د جیټ الوتکې له لورې د ثبت شوي سرعت څخه لس ځله زیات دی.
نظرات
ارسال یک نظر