انتاني ناروغي هغه مهال پېښیږي چې
باکتریا او ویروس ته ورته پتوجنونه په بدن یرغل وکړي. دغه پېښه مخ په وده هیوادونو
کې ډېره کیږي. ځیني انتانونه ګټور وي، مثلاً په کولمو کې غذايي ترکیبونه ماتوي او
په هضم کې مرسته کوي. مضره باکتریاوې په بېلابېل ډول - په جوړو حجرو له نښلیدو او
د حجروي پوښ په له منځه وړلو او د زهري کیمیاوي موادو په تولید سره د ناروغیو سبب
کیږي. ځینې نور وحیدالحجروي پتوجنونه هم شته لکه پلازمودیم چې کولی شي د ملاریا ناروغۍ لامل شي. څو حجروي
پتوجنونه هم د ناروغۍ لامل کیږي، لکه کدودانه چینجی چې تر څو مترو پورې په کولمو
کې وده کوي. ځینې نادرې انتاني ناروغۍ د پراین له لارې منځته راځي. پراُین هغه
پروټینونه دي چې په خطايي ډول بدن ته ننوځي او جوړ پروټینونه خرابوي. پراُیني
ناروغۍ د مغز د خرابېدو سبب کیږي او د (غوا لیونتوب) په شان خطرناکو ناروغیو لامل
کیږي. دغه ناروغي د خوړو شبکې(زنځیر) له لارې انسان ته رسیږي او کروتزفیلد-جاکوب(CJD) ناروغي
منځته راولي.
نظرات
ارسال یک نظر