انالوګ کمپیوټرونه، پخواني
کمپیوټرونه دي چې له تل بدلېدونکو کمیتونو سره لکه برېښنايي جریان، یا د شمېرهاخیستونکي
د صفحې میخانیکي تاویدلو په اساس کار کوي. اوسني کمپیوټرونه د ډیجیټالي تخنیک پر
اساس کار کوي. ټول معلومات د بیټ او بایټ په مرسته ښودل کیږي. بیټ او بایټ د صفر
او یو یوه لړۍ وي. دغه تخنیک د روښانه/ګول، سم/ناسم پر مفهوم ولاړ دی.
د انالوګ کمپیوټرونو تاریخ لرغوني
دورې ته ګرځي. د انالوګ کمپیوټرونو تر ګردو پخوانۍ پېژندل شوې بېلګه یوناني (انتيکیترا)
ده چې 150 تر 100 کاله مخکې
له میلاده ته ګرځي. دغه کمپیوټر د نجومي ځایونو د محاسبې لپاره جوړ شوی و. د 1900 لسیزې په منځنیو کې پوهانو د بېښنايي مدارونو په مرسته انالوګ
کمپیوټرونه جوړ کړل. دغه کمپیوټرونو محاسبې ترسره کولی شوی چې تر 1960 پورې کارول کېدل. سپوږمۍ ته د ناسا اپولو ماموریت د اړتیا وړ
محاسبې د همدې کمپیوټر په مرسته وشوې. په لومړیو کې ډیجیټلي کمپیوټرونو د برېښنايي
جریان د بدلون او د محاسبو ترسره کولو په موخه له سترو (thermionic valves) څراغونو څخه کار اخیست. وروسته یې بیا ترانزیستور کاروه.
نظرات
ارسال یک نظر