لمر د لمریز نظام په مرکز کې پروت
دی. له ځمکې 150 میلیون کیلومتره یا 8.3 نوري دقیقې
لرې دی. قطر یې 1391000 کیلومتر دی. د لمر ¾ برخه له
هایدروجن څخه، ¼ برخه یې له هیلیوم څخه جوړه ده او له دوه
سلنه څخه کمه برخه یې درانه عناصر دي. د لمر انرژي د لمر په هسته کې د هایدروجن د
هستوي یووالي له تعاملاتو څخه منځته راځي. تودوخه یې د لمر بهرنۍ برخې ته چې
فوتوسفیر نومیږي لیږدول کیږي. ورپسې د لمر د تاج نازکه برخه ده چې د لمر له سطحې
بهر لمریز بادونه جوړوي. لمریز بادونه د هغه ذرو جریان ته وايي چې تل د لمر له
لورې فضاء ته لیږدول کیږي. لمریز داغونه د لمر نسبتاً سړې او موقتي برخې دي چې پکې
مقناطیسي ساحې د تودوخې د لیږد مخه نیسي او په دې توګه نه پرېږدي چې د لمر سطحې ته
تودوخه ولاړه شي. لمر 4.57 کاله پخوا منځته راغلی. کابو 5 کاله وروسته
لمر له حالته ستریږي او رنګ یې سورکیږي چې ستر سور حالت ورته ویلی شو. په دې حالت
کې یې بهرنۍ سطحې عطارد، زهرې او ان ځمکې ته رسیږي او دغه درې سیارې خوري. له څه
مودې وروسته لمر بېرته منقبض کیږي او په یوه ډېره توده سپینهلنډۍ اوړي.
نظرات
ارسال یک نظر