رد شدن به محتوای اصلی

ساینس او اعتقاد

 

لیک: فهیم سپین‌غر

د طبیعي علومو موضوع او میتود

له ساینس زموږ موخه طبیعي علوم دي. طبیعي علوم لکه له نومه یې چې ښکاري د طبیعت د څېړلو علوم دي. پوهیږو چې هر علم ځانګړې موضوع او میتود لري. د طبیعي علومو موضوع طبعیت دی او میتود(طریقه) یې ساینسي میتود دی. یعنې کله چې طبیعي علوم وایو موخه مو هغه علوم دي چې طبیعي پدیدې د ساینسي‌میتود له مخې څېړي. ساینسي‌ میتود شپږ پړاونو لري (لیدنه، پوښتنه، فرضیه، تجربه، ارزونه او پایله) اړینه نه ده چې دغه پړاونو دې هو به هو په همدې تسلسل وي. فرضاً آسمان ورېځ دی او تندر کیږي. که د ساینسي میتود له مخې دا پدیده توضح کوو، نو لومړی پړاو چې لیدنه ده، ترسره شوه. یعنې په اسمان کې رڼا او ورپسې درانه غږونو ته مو پام شو. اوس پوښتنه کوو ولې آسمان کې رڼا او غږ وشو؟ د خپلې پوښتنې لپاره احتمالي ځواب یا فرضیه وړاندې کوو. وایو ممکن په ورېځو کې د چارجونو د ټکر له امله دا پېښه شوې وي. خپله دغه فرضیه په تجربه آزمويو. تجربي اندازه نیونې ارزوو او بالاخره پایله ترې ترلاسه کوو. که چېرې پایله د فرضیې سره هم‌غږې وه نو په قانون اوړي او دغه قانون په هر ځای کې د تجربه‌کوونکي له هویت پرته صدق کوي. اوس که چېرې له دغه پدیدې خرافاتي او مزخرف برداشت وکړو، نو ممکن یو څوک ووایي موږ انسانانو خراب کارونه کړي او له امله یې آسمان راته په قهر دی. په همدې توګه د لمر نیونې، سپوږمۍ نیونې او هرې بلې طبیعي پدیدې په هکله دوه عمده برداشتونه لرو. علمي برداشت او خرافاتي برداشت. خرافاتي برداشت تر ډېره شخصي برداشت ګڼلی شو، ممکن موږ ته قانع کوونکی وي، خو ډېرو ته به د منلو نه وي. مثلاً موږ شاید ډېر خراب کارونه کړي وي کله چې تندر کیږي په ځان لګو، فکر کوو چې زما د بد کار له امله آسمان غوریږي(خیالي په ځان کې ګماني)، اما ډېرو به بد کارونه نه وي کړي او دا خبره به نه راسره مني. خو علمي برداشت چې د ساینسي میتود له مخې ترلاسه شوی، تر ډېره عمومي حالت لري. په هر ځای کې هرڅوک له تقوا او ګناه پرته عین برداشت ترې درلودلی شي.

پاسني مثال ته ځير شئ، کله چې د ساینسي میتود له مخې خپلې پوښتنې ته فرضیه وړاندې کوو، دغه فرضیه زموږ د تېرو تجربو او علمي زیرمو له مخې د ګڼو نورو کمزورو فرضیو څخه ټاکل شوې. کله چې له ګڼو فرضیو یوه فرضیه ټاکو، دا په دې معنی چې موږ په خپله فرضیه اعتقاد او بارو لرو. باید هم باور او اعتقاد پرې ولرو. که موږ په خپله فرضیه اعتقاد ونلرو، نو په تجربه کولو یې خپل وخت او مادي امکانات چټي مصرفوو. د ساینسي میتود له مخې د (تجربې پړاو) معنی دا ده چې موږ غواړو د خپل اعتقاد(فرضیې) پوخوالی وګورو. بشر په سرن(CERN) لابراتوار بې حسابه پیسې مصرف کړي، علت یې دا دی چې غواړي د خپلو اعتقاداتو په قوت پوه شي. بشر په میلیاردونو ډالر په فضايي تلسکوپونو(Hubble, James Web) مصرف کړي، غواړي د خپلو اعتقاداتو او فرضیو سموالی وسنجوي. انشټین اعتقاد درلود چې جاذبوي څپې باید شته وي. بشر د انشټین د اعتقاد سموالي او ناسموالي لپاره پرېمانه تجربې وکړي او ډېر مادي امکانات یې دې موخې ته مصرف کړل. که دقت وکړو په ټولو دې ته ورته سناریوګانو کې اعتقاد او تجربې دواړه د ماتریالیزم د اصولو پر بنیاد دي. طبیعي علوم یعنې د ماتریالیستي اصولو له مخې د ماتریالیستي پدیدو د څېړلو علوم. له بل پلوه هره فرضیه فلسفي رنګ لري او تجربه د علومو مور ده. نو کله چې فرضیه په تجربه ثابتوو یعنې موږ دقیقاً فلسفه د ساینس په مرسته ثابتوو. یو له غوره ماتریالیستي فلسفو د مارکس، انګلز او لینن فلسفه یا مارکسیزم ده. دغه خبره چې فزیک باید له فلسفې لرې پاتې شي پوچه خبره ده. ان که د فزیک تاریخ ته ولاړ شو، دغه علم ته به یې طبیعي فلسفه (Natural Philosophy) ویل او جالبه دا چې ډېر ستر ساینس‌پوهان په مارکسیستي فلسفه(مارکسیزم) باورمند و، یو له دغو انشټین یادولی شو.

مسلمان ساینس‌پوهان

منطق د فلسفېدنې(فلسفه‌ورزۍ) لپاره اړین دی او ریاضيات د منطق تر ټولو خالص شکل دی او فزیک له ریاضیاتو پرته معنی نه لري. د ساینس تاریخ راته وايي چې مسلمان ساینس‌پوهانو د ساینس په وده کې عمده نقش درلودلی، مثلاً دلته محمد ابن موسی چې په ریاضیاتو کې د ده کار واقعاً د ستایلو او یادولو دی، یادولی شو. د مثلثاتو بنسټ(ساین، کوساین، تانجانت، کوتانجانت...) چې ټول ساینس پرې ولاړ دی، مسلمان ساینس‌پوهانو ايښی. ان د کروي مثلثاتو بحث د لومړي ځل لپاره مسلمان ساینس‌پوهانو مطرح کړی، ترڅو د سیارو او ستورو حرکت پرې محاسبه کړي. که دقت وکړو دغه مسلمان ساینس پوهانو لکه( نصیرالدین، ابوالوفا، حبش‌الحسیب، ابو عبدالله البطاني، کوشیار ابن لبان، البیروني، الغ بیګ) طبیعي پدیدې لیدلي او بیا یې د طبیعي علومو د قواعدو له مخې تشریح کړي. ځکه یې د کارونو پایله سمه ده او نومونه یې د ساینس په تاریخ کې د مسلمان ساینسپوه په توګه ثبت شوي. کله چې یاد شوو مسلمان ساینس‌پوهانو طبیعي پدېدې ولیدې، نو دوه انتخابونه یې درلودل. یا به یې غیرماتریالیستي برداشت ترې کاوه او یا به یې دغه پدیدې د ماتریالیستي قوانینو او قواعدو له مخې څېړلې. دوی دویمه لاره غوره کړه او موفق شول. نن موږ ټول پرې ویاړو په محافلو کې وايو چې مسلمان ساینس‌پوهان هم تر چا کم نه دی. په ریاضیاتو کې د محمد ابن موسی طریقې د نړۍ د هر کونج په علمي بنسټونو او ساحوي کارونو کې کاریږي. ساین، کوساین او... چې له عربي ترجمه شوي نومونه دي، د ټولو معاصر طبیعي علومو بنسټ دی. د ریاضیاتو بنسټیز کار دا دی چې د یوې طبیعي پدیدې اړیکې له بلې طبیعي پدیدې سره و ارزوي. ریاضیات دا کار کاملاً د ماتریالیستي اصولو له مخې کوي. مثلاً د کلکولس ټول بحثونه که وګورو د بېلابېلو متحولینو اړیکې له یوه بل سره څېړي، دغه اړیکې د (تابع) مفهوم په ذریعه څېړې. مشتق، انتیګرال، ډیفرانسیل معادلې او... د تابع ځانګړنې دي. نن ډېري خلک چې په مسلمان ساینس‌پوهانو ویاړي او کار یې ستايي، په لاشعوري ډول اړم دي ترڅو په غیرماتیریالیستي اصولو ماتریالیستي شیان وڅېړي او یا غیرماتریالیستي شیان په ماتریالیستي اصولو ثابت کړي. دوی ماتریالیستي علوم لولي، خو له ماتریالیستي اصولو او ماتریالیزم کرکه لري!!! دوی ته باید ووایم چې موږ هیڅ داسې فورمول نه لرو چې مستقیماً له لیدنو او تجربو ترلاسه شوی وي. هر فورمول په پیل کې ساده حسي اندازه نیونې دي. دغه وچې حسي اندازې د انسان مغز ته تللي، ماتریالیستي فکر یې په هکله کړی، ماتریالیستي یې تحلیل کړي دي، له نورو شیانو سره یې پرتله کړي او په نتیجه کې یې د یوه فورمول په توګه بیان کړي. تاریخ راته وايي چې مسلمان ساینس‌پوهانو د ساینس په وده کې اساسي ونډه اخیستې، دا ځکه چې د هغه وخت مسلمانانو طبیعي پدیدې یا ماتریالیستي پدیدې د طبیعي اصولو یا ماتریالیستي اصولو له مخې څېړلې.  

د افغانستان د ساینس تاریخ

دوامداره داخلي جګړې لامل شوي ترڅو افغانستان د ساینس مدون تاریخ ونلري. خو په بهرنیو تاریخي منابعو کې د افغان ساینس‌پوهانو ذکر به د افغانستان د ساینس د تاریخ پیل وګڼو. د ابوریحان البیروني، ابن سینا او الغ‌بیګ د کارونو په لیدو مو پام کیږي، چې دوی ساینس ته د ماتریالیستي علم په توګه کتلي او د ماتریالیستي اصولو له مخې یې څېړنې پکې کړي دي. ځکه خو یې لاسته راوړني هم درلودلي او کارنامې یې په تاریخ کې پاتې شوي دي. د دوی له هڅو پرته په افغانستان کې د ساینسي‌میتود په مرسته د طبیعت د څېړلو بارز مثال نشو راوړلی. له دوی را وروسته د طبیعت په اړه بحثونه یا په دیني مُتونو کې لولو یا د شاعرانو په شعرونو کې. شاعر راغلی یوه طبیعي پدیده یې د خپل ګومان له مخې په شعر کې بیان کړې. ملا راپورته شوی یوه طبیعي پدیده یې د خپل برداشت مطابق په منبر کې تشریح کړې. د ساینسي میتود له مخې د طبیعي پدیدو تشریح باندې تر ډېره بندیز هم لګېدلی و. تاریخ موږ ته وایي چې الغ بیګ په ساینسي‌میتود د طبیعي پدیدو د څېړلو په تور، د ملایانو له لورې ترور شو. هر څوک چې طبیعي علومو ته د طبیعي علومو په سترګه ګوري د الحاد ټاپه پرې لګي، دا ټاپې په ځینو قضیو کې ان د ساینس د فعالینو له لورې وهل کیږي. په همدې دلیل موږ د افغانستان د ساینس په تاریخ کې بیا ستر ساینس‌پوه نه دی درلودلی. له نیکه‌مرغه د افغانستان خلق جمهورت پر مهال دا هڅې له سره پیل شوې. ډېر کادرونه په بهرنیو هېوادونو کې تربیه شول او بېرته افغانستان ته راغلل، مجهز لابراتوارونو جوړ شول،  کتابونه تالیف او ترجمه شول[چې په دې برخه کې مرحوم ډاکټر فضل‌هادي وردک، مرحوم ډاکټر غلام‌صدیق محبي، ډاکټر محمد انور شمس، پوهاند محمد قاسم جمدر او... واقعاً ډېر کار وکړ]. دغه لړۍ د افغانستان له بده بخته، بیرته پرې شوه او تر اوسه د ساینس په هکله بیا دومره منسجمه او نتیجه محوره هڅه نه ده شوې. یعنې د البیروني، ابن سینا، الغ بیګ او د خلقیانو له دورې پرته نور ټول وخت ساینسي بحثونه، شعرونه او مذهبي اعتقادات ګډ وو. دوی به ډېره بې‌صبرانه تمه هم لرله چې باید افغانستان هم نړۍ ته موثر مسلمان ساینس‌پوه وړاندې کړي، خو دا کار ممکن نه و، ځکه دوی طبیعي پدیدې د فراطبیعي اصولو له مخې تشریح کولې؛ که څوک ځان د ساینس د حوزې فعال ګڼي او ماتریالیستي پدیدې په ماتریالیستي اصولو نه څېړي بیا نو دغه ټوکه ورباندې کیږي چې: ناست یمه له تا سره زړه مې په کندو کې دی جار له باندني نه شم.  

د شناخت منابع

زه په دې باور یم چې د هستۍ د شناخت لپاره موږ درېیو منابعو ته اړتیا لرو. ساینس، هنر او دین. دا هره یوه معرفتي حوزه داسې تعریف شوې چې د یوې حوزې په مرسته د بلې حوزې ثابتول ډېر مزخرف او بې معنی کار ګڼل کیږي. مثلاً د ساینس په مرسته چې ماتریالیستي جنبه لري د دین اثبات چې له اډیالیزم غږیږي د دواړو حوزو د تعریف شوو اصولو خلاف کار دی. که په ماتریالیستي اصول د ایډیالیزم سموالی ثابتوو، نه یوازې دا چې د ایډیالیزم سموالی نشو ثابتولی، بلکې د ماتریالیستي اصول پښې هم ماتوو او له درېدو، حرکت او پرمختګ یې غورځوو (بیخي داسې لکه شرق بخصوص افغانستان کې چې وشول). ساینس د مادي نړۍ رازونه څېړي، خو دین د خدای عبادت او د دين محوره انساني مناسباتو د جوړښت سپارښتنه کوي او هنر له عاطفي اړخه د ممکنو انسانې تجربو(مینې، عاطفې او...) په اړه غږیږي. هنر موږ ته دغه تجربې نشي راکولی، یوازې د ممکن‌والي خبره یې کوي. یعنې د ساینس، هنر او دین، هم موضوع بیله ده هم میتود. موږ نشو کولی د یوې حوزې په مرسته بله حوزه ثابته یا رد کړو. که چېرې دا کار کوو نو دا یو مزخرف او غیرضروري عمل دی. زه توصیه کوم چې هر واقعي تعلیم‌یافته ځوان چې د شناخت او معرفت په لټه کې دی باید په درې‌واړو حوزو کې پوهه ولري، خو یوه حوزه دې د بلې حوزې په مرسته نه ثابتوي او نه دی یې هم ردوي. ولې متاسفانه زموږ خلک برعکس لګیا دی. د ساینس فعالین مو، په وچ زور د ساینس په مرسته دین ثابتوي. شاعران مو هم له ګېره وځي او د خپلې معشوقې د بدن په غړو کې عجیب شیان ویني، بیا یې په موږ هم په زور مني وایي:

خلک پکې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نه

پوه به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه معنی



 

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

تلویزیون ملی افغانستان

من و ژاله سرمست محصل فزیک-نجوم پوهنتون (یل)، به نماینده ګی از انجمن نجوم افغان در مورد فعالیت های این انجمن در برنامه صبح بخیر تلویزیون ملی دعوت شده بودیم. حین قدم زدن در دهلیزهای رادیو تلویزیون یادم آمد که همین دیوارها، باری صدای پای هنرمندان شقیقه درشت و حنجره طلایی همچون احمدظاهر و ممثلین خوش سیما و قد بلند همچون فضل رحیم سیلی و رهبران عدالت‌پسند و وزیران کارکن ایشان را انعکاس داده و امروز صدای پای من را منعکس میکند. شانه هایم را زیر بار ګران احساس میکردم و سخت زیر تاثیر بودم. احساس میکردم کاری میکنم که اصلا از توان پوره نیست. چون همین سټیشن پنجاه سال قبل به فضا نشینان پیام های کِشت، محبت و خنده ممثلین را ارسال می‌نمود، درین روزها پیام های کُشت، نفرت و ګریه های مجروجین را ارسال می‌نماید. ما چقدر به عقب رفتیم... ما چقدر به عقب رفتیم

نړۍ څنګه منځته راغلي؟

  لیک: سټیفن هاوکېنګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    هاملیت ویل، ” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم ” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان ( Star Trek ) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟    که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې دا...

د راتلونکې وړاندوېنه کولی شو؟

  لیک: سټیفن هاوکینګ ژباړه: فهیم سپین‌غر    پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپل‌سرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بې‌دلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.    سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته ...