رد شدن به محتوای اصلی

پست‌ها

نمایش پست‌ها از ژوئن, ۲۰۲۰

بېل نايي

ویلیم سانفورد نايي چې به بېل نايي مشهور دی، ساینس عاموونکی، د ساینسي تلویزیوني خپرونو چلونکی، میخانیکي انجنیر، کمېډین او د پلانټري سوسایټي مشر دی. نايي د ساینس برخې تلویزیوني او محبوبه څېره ده، د ۱۹۵۵ کال د نومبر میاشتې په ۲۷مه زېږدلی. له کورنل پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته یې په بوینګ کې کار پیل کړ. بوینګ کې یې د هایدرولیکي اهتزاز په اساس فشار اچونکی تیوپ اختراع کړ چې به بوینګ ۷۴۷ الوتکو کې وکارېدو. نایي څلور ځله ناسا کې د فضامزلي کېدو لپاره ناکامه هڅه وکړه. په ۲۰۰۶ کې یې له بلیر تېندل سره واده وکړ، خو اولاد نلري او دا کار تر ډېره عمدي دی. نايي ته ډېرو پوهنتونونو افتخاري دوکتورا ورکړي.  

ماکس پلانک

ماکس پلانک آلمانی نظري فزیکپوه او د کوانتوم میخانیک مؤسس دی.  نظري فزیک ته یې ډېر کار وکا او  د انرژۍکوانتونو د کشف له وجهې د نوبل جایزه ورکړل شوله. پلانک له یوې سنتي روشنفکره کورنۍ څخه و. پلرنی نیکه او غور نیکه یې په ګوتینګن کې د دینیاتو پروفیسور او یو تره یې قاضي و. ماکس پلانک په موسیقی پوهېدو سندرې او اوپِرا یې کمپوزولې، پیانو، چِلو او ارګن یې غږولی شوی. ماکس پلانک د هلم‌هولتز، کرشهوف او وایرشتراس شاګرد و. پلانک په ۱۸۸۷ کې له ماري میرک سره واده وکړ او څلور اولاده یې درلودل. ماري د توبرکلوز ناروغۍ له وجهې په ۱۹۰۹ کې مړه شوه، نو ځکه په ۱۹۱۱ کې پلانک دویم واده وکړ، له دویمې ښځې (مارګا) څخه یې یو اولاد درلود. پلانک تر ډېره د انشټین ملاتړی و او تر هغه یې د انشټین ملګری کوله تر څو چې انشټین المان پرېښود او امریکا ته ولاړ. ماکس پلانک هم د انشټین په څېر د هتلر فاشستي رژیم منتقد و او له همدې وجهې په ژوند کې ډېر وځورید. 

ریچارد فاینمن

ریچارد فیلیپس فاینمن امریکايی نظري فزیکپوه و. په کوانتوم میخانیک، کوانتوم الکتروډینامیک او ذراتو فزیک کې د کار له وجهې پېژندل کیږي. فاینمن په نیویارک ښار کې د 1918 کال د مۍ په 11 زېږېدلی. فاینمن تر درې کلنۍ پورې نشوی غږېدلی.  په ماساچوسِت پوهنتون کې یې په فزیک برخه کې لیسانس او په پرنسټون پوهنتون کې یې په همدې برخه کې دوکتوار ترلاسه کړه.  د فاینمن مور او پلار یهود و، خو فاینمن په دین بې باوره فزیکپوه و. فاینمن د فزیک لیکچرونو پنامه د کتابونو لړۍ ولیکله چې پکې په آسانۍ فزیک توضیح شوی. فاینمن د لورنتس، انشټین او نوبل جایزې ګټلې.  د کلکولس اړوند مسئلې به یې په ذهن کې حلولې، له خوبه د پاڅېدو پرمهال، د موټر چلولو پرمهال، په اتاق کې د ناستې پرمهال او په بستر کې د پرېوتو پرمهال به یې د کلکولس مسئلو باندې کار کاوه. فاینمن ښوونکو ته توصیه کوله چې خپلو زده کوونکو ته وښيئ ترڅو: شک وکړي، فکر وکړي، مفاهمه وکړي، پوښتنه وکړي، تېروتنه وکړي، له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي او تر ټولو مهم دا چې د زده‌کړې پروسه ځانته له سرګرمیو ډکه کړي. درې ځله یې واده کړی او دوه اولادونه یې درلودل، ...

سټیفن ویلیم هاوکینګ

سټیفن ویلیم هاوکینګ انګریز نظري‌فزیکپوه، کیهانپوه او لیکوال و. د 1942 کال د جنوري په 8 مه د انګلستان په اکسفورد سیمه کې وزېږېد. هاوکینګ په اکسفورد او کامبریج پوهنتونونو کې په کیهانپوهنه برخه کې زده کړې کړي. د ده عمده کارونه په عام نسبیت تیوري کې په ځانګړي توګه د تورو سمڅو په وړانګونو کې و. هاوکینګ لومړنی سړی و چې د عام نسبیت تیوري او کوانتم میخانیک د مفاهیمو په یوځای کولو سره یې د کیهانپوهنې نظریه وړاندې کړه. په 1963 کې په ( ALS ) ناروغۍ اخته شو، د دغه ناروغۍ له نه یوازې چې فلج شو، بلکې امله یې د خبرې کړو توان هم له لاسه ورکړ؛ اما د غږ تولیدونکي آلې په وسیله یې د خبرې کړو توان تر یوه حده بېرته ترلاسه کړ. خپله مېرمن یې (جین ویلډ) په 1962 کال کې په یوه محفل کې ولیدله. دوی درې اولادونه لري. له سیاسي پلوه د انګلستان چپي ګوند سخت پلوی و. د ژوند په وروستیو کې یې د کامبریج پوهنتون د نظري‌کیهانپوهنې مرکز مشر و. هاوکینګ د 2018 کال د مارچ په 14 مه په 76 کلنۍ پخپل کور(د انګلنډ په کامبریج) کې ومړ. سټیفن هاوکینګ بې‌دینه و ده به ویل: “ ساینس په دلیل او لیدنو ولاړ دی او دین په سیاست، نو د دین...

لیسه عالی سیدآباد- ولایت کندهار

لیسه عالی سید‌آباد که اتفاقاً همنام یکی از ولسوالی‌های ولایت من (وردک) می‌باشد. در ساحه لوی‌ویاله، همجوار شهرک عینو مینو ولایت کندهار موقعیت دارد. شاگردان این لیسه نه تنها که در المپیاد نجوم گلیله تدویر شده از سوی انجمن نجوم افغان در دوازده لیسه برتر ولایت کندهار شناخته شدند، بلکه در شبکه‌های اجتماعی صفحات علمی منحصر به علم فزیک و نجوم را ساخته اند و در بخش علوم طبیعي تولید ادبیات و فرهنگ‌سازی می‌کنند.  صد سلام بر شما!

لیسه نسوان میرویس‌مینه - ولایت کندهار

لیسه نسوان میروس‌مینه در منطقه میرویس مینه ولایت کندهار موقعیت دارد. شاگردان این لیسه در المپیاد نجوم گالیله که از سوی انجمن نجوم افغان تدویر شده بود اشتراک نموده و از دوازده لیسه برتر در سطح ولایت کندهار شمرده شد. شاگردان این لیسه بی‌حد کنجکاو بودند و حضور ذهن خوبی داشتند. در جریان توضیحات در مورد تلسکوپ و موضوعات مربوط علم نجوم پرسش‌ها و تبصره‌های واقعاً متعجب کننده‌ی می‌نمودند. وظیفه اساسی معلمین و نظام تعلیمی ایجاد چند تا کیفیت در انسانها است که یکی آنها زیر سوال بردن همه چیز است. یعنی ما باید به شاگردان بیاموزیم تا سوال کنند.  از سوی دیگر فزیکدان نظری معروف البیرت انشتین میفرماید: پرسش یک پرسشگر سطح دانایی آنرا را بیان می‌کند. پرسش های بجا و دقیق این دختران نشان دهنده فهم دقیق آنها بود. وجود چنین نسلی ما را به آینده خوب امیدوار می‌کند