په یوه بې سپوږمیه او صافه شپه کې په غیرمسلح سترګو کولی شو ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ ستوري تشخیص کړو. که مشتري او زهره(ناهید) سیارې چې زموږ د لمریز نظام جز دي په پام کې ونه نیسو، پاتې ټول ستوري زموږ څخه لرې پراته لمرونه دي چې زموږ څخه د ډېرې فاصلې د لرلو په سبب د شپې آسمان کې د وړوکو نوراني نقطو په توګه برېښي. دا ټول ستوري په ډېر لوړ سرعت په فضاء کې په حرکت کې دي. له دې چې زموږ څخه یې واټن زښته ډېر زیات دی، نو زموږ عمر بسنه نه کوي تر څو د دوی د څپو سور لور ته لېږد ووینو. د شپې آسمان کې داسې برېښې چې ټاکلي ځلانده ستوري په یوه بل پورې اړوند دي او په آسمان کې بېلابېل شکلونه جوړوي. دغه شکلونه د آسماني شکلونو(انځورونو) په نامه یادیږي. داسې برېښې چې هغوی زرګونه کلونه کیږي چې بدلون یې نه دی کړی. دغه لرې پراته لمرونه د سیارو په پرتله ثوابت ګڼل کیږي. ځکه ډېري وخت داسې انګېرل کېدله چې دغه ستوري په آسمان کې میخ شوي او ثابت دي. یوازې د یوه وړوکي دوربین او یا تلسکوپ په ذریعه کولی شو د شپې آسمان کې سلګونه زره ستوري ووینو. ډېر شمېر دغه ستوري له لمر څخه زیاته ځلانده دي، اما شته داسې ستوري چې د لمر په نسبت کمه ځلا ...