لیک: اریک اوبلاکر ژباړه: فهیم سپینغر یوه پېړۍ پخوا ارنسټ رادرفورد په انګلستان کې داسې مطلب کشف کړ چې د اوسني اتومي فزیک بنسټ جوړوي. دغه انګریز فزیکپوه د طلا یوه نازکه پاڼه په الفا ذرو بمبارد کړه، ترڅو د اتوم دننه برخې وپېژني. که په دغه پاڼه کې مواد په مناسب او یو شان ډول ویشل شوي وي، نو الفا ذرې به په خپل اصلي مسیر حرکت وکړي، که څه هم په دې حالت کې د الفا ذرو سرعت کمیږي. د الفا تقریباً ټولې ذرې په همدې توګه عمل کوي. د رادرفورد په تجربه کې ډېر لږ شمېر ذرې له خپل مسیر څخه منحرف شولې، بیخي داسې لکه له یوه واړه او دروند توپ سره چې ټکر شوي وي. رادرفورد له دغه تجربې پایله ترلاسه کړله چې: تقریباً د طلا اتوم ټوله کتله په یوه وړه هسته کې راغونډه شوي. په دې توګه د اتوم هسته کشف شوله. نن موږ د اتوم په جوړښت سم پوهیږو. اتوم د یوه واړه لمريزنظام په شان دی. د اتوم په مرکز کې یوه ډېره وړه هسته پرته ده چې د برېښنا له اړخه مثبت چارج لري او تقریباً د اتوم ټوله کتله جوړوي. د دغه هستې پر شاوخوا د « الکترون » پنامه وړې او دېرې سپکې ذرې چې د منفي چارج لرونکي دي، حرکت کوي. د درنو فلزات...