لومړی درس تر ټولو ښایسته نظریه لیک: پروفیسور کارلو رووِلي ژباړه: فهیم سپینغر آلبرت انشټین په ځوانۍ کې یو کال په لوفرۍ تېر کړ. سړی پرته له وخت ضایع کولو چېرې نه رسي؛ خو متاسفانه د ځوانانو پلرونو او میندې دغه مطلب هېروي. دی د ایتالیا په پاویا کې و؛ ځکه په آلمان کې د ښوونځي د سبقونو سختي یې نشوی زغملی، سبقونه یې پرېښول او خپلې کورنۍ ته راغلو. د شلمې پېړۍ په پیل کې ایتالیا د صنعتي انقلاب په درشل کې وه. له دې چې پلار یې مهندس و، په پادوا دښتو کې یې د انرژ ي د تولید لومړنۍ دستګاوې نصبولې. آلبرت د کانت کتابونه لوستل او کله کله یې د پاویا پوهنتون درسيساعتونو کې ګډون کاوه، نوملیکنه یې نه وه کړې یوازې د سرګرمۍ لپاره یې ګډون کاوه او مجبور نه و چې آزموینې ته فکر وکړي. ستر پوهان په دغه توګه جوړیږي. له دې وروسته یې د زوریخ په پوليتخنیک مؤسسه کې نوملیکنه وکړه او د فزیک په مطالعه کې ډوب شو. څو کاله وروسته یعنې په ۱۹۰۵ کال کې یې د هغه وخت تر ټولو معتبره علمي مجلې- د فزیککلنۍ ته درې مقالې واستولې. هرې مقالې یې د نوبل جایزې وړتیا درلوده. لومړی مقاله یې ښيي چې اتومونه واقعاً شته دي. دویم...