لیک: ډاکټر اریک اوبلاکر ژباړه: فهیم سپینغر د لمر دننه شرایطو په هکله تصور نشو کولی. داسې شرایط دي چې د تودوخې درجه پکې 15 میلیون سانتیګراد ده او 200 میلیارد اتموسفیر یې اتموسفیري فشار دی. په بل عبارت داسې شرایط لري چې پکې د هایدروجن هستې په هیلیوم اوړي. د څو تعاملاتو په پایله کې د هایدروجن له هرو څلورو هستو څخه د هېلیوم یوه هسته جوړیږي. د هیلیوم دغه هسته د څلورو هایدروجنونو له هستو څخه کمه کتله لري. یعنې د دغه تعامل په پایله کې یو شمېر کتله له منځه تللې یا د انشټین د فورمول له مخې په انرژي اوښتې. دغه عملیې ته هستوي ویلېکېدل یا هستوي یوځای کېدل وايي. لمر په هره ثانیه کې 564 میلیون ټنه هایدروجن د سونتوکو په توګه مصرفوي او 560 ټنه هیلیوم ترې جوړوي. د دغه تعامل په پایله کې پاتې 4 میلیون ټنه مواد، چې د سونتوکه 0.7 سلنه جوړوي په انرژي اوړي او په نهایت کې د نور او تودوخې به توګه خپریږي. که څه هم زموږ لمر ډېرو سونتوکو ته اړتیا لري، خو بیا هم کولی شي د 10 میلیاردو کلونو لپاره وځلیږي تر اوسه پورې یې د عمر 5 میلیارده کلونو تېر شوي. په دې اساس لمر اوس د خپل عمر سفر نیما...