له نجومي طالعنما څخه موخه د هر انسان د زېږېدلو پر مهال د لمر، سپوږمۍ، سیارو او د میاشتو دایرې( دایرهالبروج) د وضعیت څرګندونه ده. د دې کار لپاره اسمان په اصطلاح په ۱۲ برخو یا میاشتو ویشي. په دغه ویش کې لومړۍ میاشت د ختیځ افق لاندې پرته وي او ورپسې ۱۱ نورې میاشتې پرتې دي. شپږمه میاشت دقیقاً د لویدیځ افق لاندې پرته وي، له ۷مې تر ۱۲مې میاشتې پورې له افق خط څخه پورته دي. هره میاشت ځانګړې معنی او مفهوم لري. مثلاً لومړی برخه یا میاشت، روحي ځانګړنې او کړنې بیانوي. دویمه برخه مادي وسایل او پانګه ښيي. درېیمه برخه د خپلوانو او ګاونډیانو سره اړیکي څرګندوي. څلورمه برخه اصلیت، مور او پلار، رواجونه او اداب ښيي. په هر حال په دې هکله باید ووایو چې دا یوازې اټکلي او عمومي ویش دی. د طالعنما د دغه ویش له یوې برخې څخه بلې برخې ته په ورتګ سره ډېرې نورې ځانګړنې ترلاسه کولی شو. په هر صورت بېرته د میاشتو یا برخو توصیف ته راګرځو. پنځمه برخه بخت او طالع، د فراغت او تفریح وخت ته ځانکړې ده. شپږمه برخه روغتیا ته وقف ده. اوومه برخه د ژوند ملګري (واده)، سوداګریز او کاري ملګرو ته مختص ده. اتمه برخه مړینې ته ځانګړې ...