له دې چې د سپوږمۍ جاذبه قوه کمه ده، نو اتموسفیر نه لري، یعنې اتموسفیر یې ترې تښی. ان که انسان وکولی شي مصنوعي اتموسفیر د سپوږمۍ پر شاوخوا جوړ کړي، بیا هم د سپوږمۍ د کمې جاذبې له وجهې به مصنوعي جوړ شوی اتموسفیر هم د سپوږمۍ له سطحې وتښتي. په دې اساس د سپوږمۍ پر سطحه انسان مجبور دی ترڅو د فضامزلو ځانګړي کالي له ځان سره ولري. دغه کالي باید د تنفس لپاره هوا، د هوا اړین فشار او د وړو اسماني ذرو سره د ټکر مقاومت ولري. په دې اساس په سپوږمۍ کې د اوسیدو پراخ ځایونه نشته، خو څېړونکي کولی شي داسې دایمي څېړنیزې کارخونې په سپوږمۍ کې جوړې کړي چې د څو میاشتو لپاره دوی پکې څېړنې وکړي، وروسته بیا نورې ډلې ورشي او څېړنې پکې وکړي. له سپوږمۍ څخه په راتلونکي کې ممکن د یوې سترې رصدخونې کار واخیستل شي، ځکه په سپوږمۍ کې د تشعشعاتو ډېر ډولونه موندل کیږي. د رادیويي او نوري وړانګو سربیره ټولې وړانګې د اتموسفیر له خنډ پرته د سپوږمۍ تر سطحې ځان را رسوي او د ځمکې په پرتله مناسب تصویر راکوي.