یوريګاګارین لومړی انسان دی چې د 1961 کال د اپریل د میاشتې په 12 مه د شوروي اتحاد لخوا د وستوک 1 فضاييبېړۍ په ذریعه فضا ته ولاړ او د 108 دقیقو لپاره د ځمکې په مدار کې تاوېدلو. ځمکې ته د ګاګارین بېرته راستنېدل، د انسانانو هغه اندېښنې چې ویل به یې فضا ته تګ وژونکې تجربه ده، له منځته یووړې. د ګاګارین له سفر یوه میاشت وروسته د آلن شپرد( Alan Shepard ) په نامه امریکایی هم فضا ته ولاړ. د 1963 کال د جون په 16 مه د والنټینا تریشکووا په نامه لومړۍ ښځه د شوروي اتحاد له لورې په وستوک 6 فضايي بېړۍ کې فضا ته واستول شوه. ادعا کیږي چې د ناسا اپولو ماموریتونو په مرسته د لومړي ځل لپاره انسان د سپوږمۍ پر سطحه ګام کېښود. د روسیې فدراسیون یو فضامزلي په تاریخ کې د تر ټولو اوږد یو نفره فضايي سفر ریکارد ثبت کړی. نوموړي 438 ورځي په پرلپسې توګه (د 1994 کال له جنوري څخه د 1995 کال تر مارچ) پورې په میر ( Mir ) فضاييتمځای کې تېر کړ. د ناسا فضايي شاتل 130 ځله فضا مزلي فضا ته لیږلي. د ناسا ډیري فضايي شاتل د پرواز پرمهال انفجار کړی. د ناسا د ناکامه او په سانحه منتج فضايي سفرونو له امله 14 فضامزلي وژل ...